Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني خپل امریکايي سیال سره پرمهمو مساېلو خبرې کړي

admin by admin
2020/01/22

ولسمشر غني، د داووس اقتصادي کنفرانس په څنډه، له مطبوعاتو سره په خبرو کې وروستي پنځه کلونه له لاسته راوړ ډک وبلل.

ولسمشر غني، د داووس اقتصادي ناستې په څنډه کې تروریزم د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ وباله او په دې برخه کې یې په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ.

ولسمشر وویل، افغانستان په بهرنیو مرستو نه جوړیږي او باید له خپلو سرچینو ګټه واخیستل شي.

ولسمشر غني، په خپلو خبرو کې د اوبو په مدیریت ټینګار درلود او د افغانستان کانونه یې ددې هېواد سرمایه وبلله.

ولسمشر، د سولې په اړه خپلو څرګندونو کې سوله د افغانانو هیله او د افغان حکومت اساسي موخه او لومړیتوب یاد کړ.

ولسمشر غني داسې وویل (( مذاکره یوه وسیله او طریقه ده او د سوله د افغانانو غوښتنه ده. دا زما د حکومت له پيل څخه زما هدف دی. یو ملیارد ډالري پوښتنه داده، چې ایا طالبان دې ته تیار دي، چې تاوتریخوالی پریږدي؟ که دوی تیار وي، نو افغان ټولنه به دوی له ځانه سره  ومني، که چرته دوی غواړي، چې افغان حکومت سقوط کړي دا د دوی ملاحظه ده، چې لري یې.))

ولسمشر غني وایي د افغانستان امنیت خوندېتوب د امریکا نه بلکې د افغانانو مسوولیت دی، چې موږ وړاندې کلونه خپل امنیت ساتلی او باید دا مسوولیت ادا کړو.

ولسمشر وویل افغانستان ګڼې اقتصادي سرچینې لري، چې افغانان ترې په اوس کې ګټه نه شي اخیستی او هڅه کوي چې دغه سرچینې د خلکو او هېواد د ګټې لپاره وکاروي.

ولسمشر دغه راز د اوبو په مدیریت هم ټینګار وکړ.

ولسمشر غني داسې وویل  (( بله مهمه موضوع، د افغانستان کانونه دي، چې یوه ډیره لویه سر مایه ده. موږ ډیرې منابع لرو، خو ګټه ترې نه شو اخیستی، موږ هڅه کوو، چې دا د خپلو خلکو په ګټه وکاروو. د یو کمربند یوې لارې، په دوام بل پلان د لاجوردو دهلیز دی، چې موږ له ترکمنستان، اذربایجان او ګورجستان سره نښلوي، او دا زموږ لپاره یو لوی بریالېتوب کیدای شي.))

ولسمشر غني، په اقتصادي برخه کې د افغان حکومت لاسته راوړنې یادې کړې، چې په خبره یې د چین درې میاشتنۍ لار دریو اونیو ته رالنډه شوې او د اوبو د مدیریت په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ولسمشر غني، دغه راز د اقتصاد نړیوال کنفرانس په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره هم ولیدل او د افغانستان پر روان وضیعت، سولې او امنیت يې هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist