Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغانستان کې د بشر حقونو مدافعین مصون نه دي

admin by admin
2020/01/19

افغانستان کې د بشر حقونو مدافعین له ګواښونو سره مخ دي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې د بشر حقونو د مدافعینو د ساتنې لپاره په یو غونډه کې خبرې کولې اندیښنه وښوده چې په تېرو دوو کلونو کې د بشر حقونو مدافعین له سختو ګواښونو سره مخ شوي دي.

د بشر حقونو مدافعین وایي، حکومت دې د دوی د ژوند خوندیتوب لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي او د مدافعینو لپاره دې مرسته کوونکی صندوق جوړ کړي.

د مالوماتو له مخې؛ په دې وروستیو کې افغانستان کې د بشر حقونو مدافعین له سختو ګواښونو سره مخ دي چې یو لړ اندېښنې یې هم راپورته کړي دي.

افغانستان کې د مدافع وکیلانو د ساتنې ډله ګیله کوي چې تر اوسه یې هېڅ داسې ادرس نه دی پیدا کړی چې د دوی پر وړاندې د شته ستونزو په راکمولو کې ورسره مرسته وکړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم مني چې په دې وروستیو دوه کلونو کې د بشر حقونو مدافعین له جدي ګواښونو سره مخ دي. 

سرور دانش وایي، مدافع وکیلان په اسانۍ خپل کارونه پر مخ نشي وړی او ګواښونه یې د فعالیتونو پروړاندې خنډ دي.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو ډله وایي، تیر زېږدیز کال د بشري حقونو د نقض له پلوه یو سخت کال و چې، ستر لامل یې روانه نا امني او جګړې په ګوته کوي.

د بشر حقونو مدافعین له حکومت غواړي چې د مدافعینو لپاره دې مرسته کوونکی صندوق رامنځته کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist