خصوصي سکټور نیوکه وکړه چې حکومت دې ناقانونه مالیه نه ټولوي.
د ماليې، کرهڼې، کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو او د سوداګرۍ خونې مسوولین او ګڼ شمېر ملي پانګوالو او سوداګرو د مالیې ورکړې اوونۍ ونمانځله.
په دغې نمانځغونډه کې د ماليې وزارت سرپرست همایون کریمي وویل، چې د هېواد ملي عواید د تېر کال په پرتله نهه اعشاریه درې سلنه زیاتوالی ښیي چې له امله یې د حکومت بودیجه کې دوولس سلنه زیاته شوې ده.
د کرنې او کلیو او پراختیا وزارتونو بیا له سوداګرو او کروندګرو غوښتنه وکړه چې د مالیاتو په ورکړه کې دې ځنډ نه کوي او خصوصي سکتور دې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال یونس مومند بیا دغیر قانوني مالیاتو راټولول هغه ننګونه یاده کړه چې د سوداګرو پر وړاندې یې لویه ستونزه رامنځته کړې او حکومت یې باید مخه ونیسي.
د مالیې وزارت د مالیې ورکړې په برخه کې د خلکو پر عامه پوهاوي هم ټينګار وکړ.
سوداګرۍ خونه بیا له مالیې وزرت څخه وغوښتل چې د مالیې د ورکړې سیسټم ساده کړي چې خلک په اسانۍ مالیه ورکړي.