په سیمه کې د ایران او امریکا کړکېچ د طالبانو او امریکا د سولې توافق ځنډولی دی.
د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې په اوصولو کې پای ته رسېدلي او د نورو خبرو لپاره له دې امله اړتیا نه لیدل کېږي چې په جنجالي مسایلو هوکړه راغلې، خو د سولې توافق د اوس لپاره ځنډول شوی دی.
د امریکا له اړخه د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژنې له افغانستان څخه د امریکا پام اړولی او دا به زیات وخت ونیسي چې تضمین کوونکي هېوادونه دې، په دې ناسم وضیعت کې سم لاسي اقدامات وکړي.
د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا داسې وویل (( هغه تر شلو زیات هېوادونه چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د توافقنامې لاسلیک لپاره ضرور دي چې باید حاضر شي فکر کوم، په اوسني وخت کې چې د امریکا او ایران اړیکې ترینګلې شوي ښايي ځینې هېوادونه زړه نه ښه کوي چې حاضر شي او دې ته به ګوري چې حالات عادي شي بیا به توافقنامې ته حاضریږي.))
د طالبانو او امریکا په هرځل خبرو کې نوي مسایل رامنځ ته شوي او په پخوانیو کومه هوکړه نه ده راغلې. اوس که نوي شرایط وړاندې کېږي باور دادی چې د سولې خبرې له خپل مسیره بې لارې کوي.
د افغان حکومت لپاره د سولې په خبرو کې مهم شرطونه له حکومت سره د طآلبانو نېغ په نېغه خبرې او اوربند دی چې طالبانو له لوري د اوس لپاره دواړه مهم شرطونه رد شوي دي.
د ارګ ویاند دواخان مینه پال داسې وویل (( بل پړاو یې د افغاني مذاکراتو دی چې د هغې لپاره افغان حکومت بشپړه امادګي لري.))
سره له دې چې طالبانو ویلي په سیمه روان تاوتریخوالی د سولې په پروسې اغېز نه لري خو اوس لیدل کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق ممکن زیات وخت ونیسي او سیمې ته د هېوادونو د استازو تګ راتګ بند دی.