امریکايي چارواکي له افغانستانه د سرتېرو ایستل د سولې هوکړې پورې مشروط نه بولي.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار رابرټ اوبراین له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وشي او که و نه شي؛ ټرمپ افغانستان کې د سرتېرو شمېر کموي.
اوبراین هیل ښودلې چې ښايي روان کال د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وشي.
د اوبراین په باور چې افغان ځواکونه ډېر ښه فعالیت کوي او دوی به ژر خپل موقف اعلان کړي.
دغه امریکايي چارواکي همد راز ویلي چې د سولې لپاره پر یوې ښې هوکړې کار کوو او دا بالاخره افغانانو پورې اړه لري چې افغانستان ته سوله راولي.
تحلیل کوونکي وایي، په سیمه کې که د امریکا او ایران کړکېچ حل نه شي وسلوالې ډلې به امریکایانو باندې بریدونه زیات کړي.