د کندهار ولسي او قومي مشرانو ګاونډي هېوادونه د افغان سولې په مخالفت او د جګړې په دوام تورن کړ.
دغو قومي مشرانو په یوه ولسي غونډه کې د هغو کورنیو کړيو د له منځه وړلو غوښتنه هم وکړه، چې په وینا یې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتو ته کار کوي.
دوی همدا ډول پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې په افغان سوله او افغان ټاکنو کې دې خپل مسوولیت ادا کړي.
دغه ولسي غونډه کې چې د کندهار سلګونه قومي مشران راټول شوي، ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې دسولې په مخالفت او دجګړې په دوام تورن کړل.
دوی چې د ایران او پاکستان پر ضد یې شعارونه هم ورکول له حکومت څخه یې په کلکه غوښتنه وکړه چې هغه کسان دې مهار کړي چې د ګاونډیو هېوادونو د ګټو لپاره د هغوی استخباراتو ته کار کوي.
د غونډې یو شمېر نورو برخوالو بیا له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې په افغان سوله او افغان ټاکنو کې خپل مسووليت اداء کړي.
دغو ولسي مشرانو همدا ډول له حکومته غوښتنه وکړه، چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره دې د ټول شموله افغانانو څخه پلاوی وټاکي.
د غونډې برخوالو همدا ډول د ایران پر وړاندې د افغان حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر غني دریځ پڅ او ګونک وباله او نيوکه یې وکړه، چې د ایران د یوه پوځي قومندان “قاسم سلېماني” د وژلو په غبرګون کې يې د دغه هېواد حکومت او خلکو ته تسلیت ویلی.