د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر ماین چاودنه شوې ده
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وویل، نن شاوخوا ۱۱ بجې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ هوايي ډګر ته څېرمه سيمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر چاودنه کې رومانیايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
سرچینه وايي، چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې.
سرچینه زیاتوي، چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو یوه شوبله یوه اندازه تخریب شوې هم ده، چې وروسته سيمه کې یوې ویالي ته لوېدلی دی.
خو د کندهار د امنیې قوماندانۍ او ولایت مطبوعاتي مسوولین له پېښې خبرې بې خبري ښيي.
ها خواطالبانو په خپلو خپرو کړو معلوماتو کې د یادې چاودنې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې یاده چاودنه کې يې په شوبله کې سپاره بهرني ځواکونه وژلي.