کورنیو چارو وزرت وایي، کابل کې د جرمونو ګراف شپیته سلنه ټیټ شوی دی.
د مالوماتو له مخې، یواځې کابل کې له تېرو دریو ورځو راهیسې په بیلابیلو جرمونو تورن لسګونه کسان نیول شوي او عملیات لاهم دوام لري.
د جرمونو مخنیوي کې د پرمختګ تر څنګ بیا ولسي جرګې یو ځل بیا د کابل امنیت په تړاو اندیښنه ښودلې ده.
کورنیو چارو وزارت تازه کابل، هرات ،کندهار او بلخ ولایتونو کې د جرمونو د مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړی چې تر دې دمه دریو ورځو کې یو شپیته کسان نیول شوي او د تورنو کسانو د نیول کیدو لړۍ روانه ده.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت لخوا کوڅه په کوڅه د غلو نیولو لپاره ګزمې پيل شوي خو د ولسي جرګې ځینې غړي اندیښنې لري چې د پولیسو اوسنۍ تګلاره نه شي کولی په بنسټیز ډول د جرمونو مخه ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت مالومات بیا ښیي چې د جرمونو کچه کابل ښار کې شپیته او نورو ولایتونو کې شل سلنه راټيټه شوي ده.
کابل ښار په تېرو دوو اونیو کې د لسګونو جنایي جرمونو او غلاوو شاهد و.
د جرمونو زیاتوالي سره عامو وګړو په امنیتي سکتورو نیوکي وکړي خو اوس د کورنیو چارو وزارت د جرمونو او مجرمینو نیولو برخه کې جدي اقدامات پیل کړي او ګڼ شمېر تورن کسان یې نیولي دي.