کابل کې د اساسي قانون اوونۍ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لاهم زورواکي او چارواکي قانون نقض کوي.
کابل کې د اساسي قانون اوونۍ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې دا قانون په عامو خلکو د تطبیق وړ دی، خو زور واکي او چارواکي ترې مستثنا دي.
سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چې د اساسي قانون د شپاړسمې کلیزې په مناسبت یې غونډه ور بللې وه منلې چې د قانون تطبیق کې توپيري چلند کیږي.
له قانون تيښتې جرمونو ته لار هواره کړې او د مصحلتونو له مخې زورور په قانون ماتونه مجرم نه بلل کیږي.
اساسي قانون د افغانانو لپاره د افغانانو په لاس جوړ شوی چې له ځینو مادو یې حکومت سرغړونه کړې، له ځینو یې زورواکي او چارواکي سرغړونې کوي، یواځې عام خلک دي چې باید قانون پر ځان تطبیق کړي او که سرغړونه وکړي، زندان ته ځي.
په نمانځغونډه کې ویناوالو اعتراف کړی چې هغه کسان له قانون سرغړونه کوي چې په قانون خبر دي.
افغان حکومت ډير کله د سولې د مذاکراتو بحث کې هم وسله والو طالبانو ته د اساسي قانون د منلو وړاندیز او سپارښتنه کوي، خو طالبان په دې قانون ملاحظات لري چې باید اصلاحات پکې راشي.