تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، ايران افغانستان کې د سولې پروسې د کمزوري کولو لپاره فعالانه عمل کوي.
دغه راز پامپیو پر ایران تور پورې کړی چې، له طالبانو او نورو ډلو سره اړیکې لري.
پامپيو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي د وينا ډېره برخه يې د ايران د القدس ځواک د مخکیني قوماندان قاسم سليماني د وژل کېدو په اړه وه.
بامیان ته د سپاه پاسداران د قدس څانګې د نوي مشر سفر
افغان حکومت بامیان ولایت ته د اسماعیل قاآني د سفر په اړه څېړنه کوي.
اسماعیل قاأني څو ورځې وړاندې د ایران د القدس ځواکونو د وژل شوي مشر قاسم سلیماني ځایناستی وټاکل شو.
دغه استخباراتي مشر تېر کال افغانستان ته سفر کړی او د بامیان له والي سره یې لیدلي و.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بامیان ته د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو نوي قومندان اسماعیل قاآنی د سفر په اړه څېړنې کوي.
بامیانو ته د سفر په مهال دغه ایراني استخباراتي مشر دروغ ویلي او ځان یې کابل کې د ایران د سفیر مرستیال معرفي کړی و.
د بامیانو ولایت پر فیسبوک پاڼې لیکل شوي چې بامیانو ته د ایران د سفیر مرستیال موخه دا وه چې، د امام خمیني د ۱۲۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې وارزوي، ځکه دغه روغتون د ایران په مرسته جوړېده.