ولسي جرګې د سولې یوه دېرش کسیزه کمېټه جوړه کړه.
دا کميټه د ولسي جرګې له کمېسیونونو جوړه ده چې له حکومت او سولې وزارت سره یو ځای به د سولې لپاره هلې ځلې کوي.
د جرګې لومړی مرستیال وايي، کمیټه به شاوخوا دیرش غړي ولري او که اړتیا شوه طالبانو سره به مخامخ خبرې هم وکړي.
ولسي جرګه کار کوي چې له حکومت او سولې وزارت سره یو ځای سولې ته د رسیدو لپاره کار وکړي.
له همدې کبله یې یوه دیرش کسیزه کميټه جوړه کړې چې د سولې پروسه کې همکاري وکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار داسې وویل (( د ولسي جرګې دعمومي تالار د پرېکړې مطابق د سولې خبرو لپاره چې د ټول ملت غوښتنه هم ده یوه دېرش کسیزه کمېټه جوړه شوه، دغه کمېټه به د افغانستان د سولې پروسې کې داخلیږې او د جګړې ښکېلو خواوو سره به لیده کاته کوي او د سولې په باب به بحثونه کوي.))
تراوسه د دې کمېټې لپاره رییس نه دی ټاکل شوی او ټینګار کیږي چې باید رییس د رایو په اساس باندې وټاکل شي.
دا کمیټه به صلاحیت ولري چې په خپلواک ډول باندې له حکومت سره یو ځای کار وکړي او که اړتیا شوه کولی شي طالبانو سره هم مخامخ خبرې وکړي او یوه پایله ترلاسه کړي.