د ننګرهار اوسیدونکي شکایت کوي چې مسوولین په نرخونو کنټرول نه لري او هر چا پخپله خوښه نرخونه ټاکلي دي.
ننګرهارکې خلکو شکایت کړی، چې د کلدارو بندېدو سره په بازارکې د توکو نرخونه دوه برابره لوړ شوي دي.
خلکو ویلي،هټۍ وال او موټړ چلوونکي دنرخونو په برخه کې پر ولس ظلم کوي او مسؤلین د نرخونو په کنټرول کې پاتې بولي.
ولایتي اداره وایي، تر پخوا په بازار کې نرخونه تر یوه بریده کنټرول دي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې چاته زیاتې پیسې ورنه کړي.
له دې سره جوښت نیوکې دي، چې ګني هټۍ وال او موټر چلوونکي پر ولس ظلم کوي او له خلکو اوس هم د کلدارو په اندازه افغانۍ اخلي چې خلک یې سخت تاواني کړي دي.
ځایي خلک وایي، مسؤلین په نرخونو څار نه لري او په بازار کې خپلسري روانه ده.
ننګرهار والي وایي،ترپخوا په بازار کې دتوکو بیې کنټرول شوي او له خلکو غواړي چې د ټاکل شوې نرخنامې چاته ډېرې پیسې ورنه کړي.
شاه محمود میاخېل دنرخونوپه کنټرول کې هم دولس مبارزه مهمه بولي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل داسې وویل (( کله چې په یو ولایت یا سیمه کې دغسې یو لوی کمپاین پيلیږي، چې د کلدارو پر ځای افغانۍ په کې رایج شي طبیعي ده چې ستونزه به وي او ځینې کسان قصدا غواړي سو استفاده وکړي، خو د ستونزې د حل لپاره کمیسیونونه ټاکل شوي او همدا اوس عملاً په بازارونو کې ګرځي نرخونه کنټرولوي. زما غوښتنه هم له خلکو دا ده چې زیاتې پيسې دې چاته نه ورکوي او د نرخنامو په اساس دې د توکو او لارې کرایو پيسې پرې کړي.))
د ولس استازي بیا د چارواکو پر ځای د ولس له نیوکو سره په یوه نظر دي.
د ولایتي شورا مرستیال محمد اجمل عمر د نرخونو په کنټرول کې مسؤلین ناکام یادوي.
د افغانیو چلښت اوس په بازار کې عام شوی او کلدارې بندې شوې دي.
خلک وایي، مسؤلین دې د نرخونو په کنټرول کې هم له جدیت کار واخلي او هغوی دې جریمه کړي، چې د توکو په بیو کې پر وسل ظلم کوي.