.ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ځینو برخو کې ستونزو سره مخ دی
تر راتلونکې دوشنبه به له نوي سلنې زیاتو شکایتونو د څیړنې چارې پشپړې شي .
ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د نهو نورو لایتونو د څیړنو پایلې ابلاغ ته چمتو دي خو د کابل، ننګرهار او کاپیسا بیا د حقوقي تحلیل په مرحله کې دي .
د ټاکنو کمیسیون له لوري د بایو میټریکي رایو په تړاو د نه مالوماتو ورکړې د شکایتونو کمېسیون کارونه ځنډولي.
لغمان ،کنړ، بدخشان، تخار، سمنګان،اروزګان، زابل او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د شکایتونو څېړنه پکې پایته رسیدلې او نتیجه یې اعلان ته چمتو ده، خو د میدان وردګ ، پروان او لوګر ولایتونو د څیړنو پایلې د تصمیم په حال کي دي او د کابل ننګرهار او کاپیسا د حقوقي تحلیلي په مرحله کې قرار لري .
ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي لا تراوسه ټاکنو کمیسیون د بایو میټریکي رایو په تړاو مالومات ورسره نه دي شریک کړي چې له امله یې د دوی چارې له ځنډ سره مخ شوي، خو ټاکنو کمیسیون بیا په دې اړه څه نه وايي .
د شکایتونو کمېسیون د مالوماتو له مخې په پنځه دیرش سلنې بې اسنادو شکایتونو کې ډیری شکایتونه د ثبات او همپالنې ټیم دي چې بې مدرکه او غیر مستند و.
دغه کمیسیون وايي پنځوس مستند شکایتونه کولای شي د ټاکنو پایلې تغیر کړي خو پنځوس زره غیرمستند بیا پرې هیڅ اغیز نه شي درلودای.