که د سولې خبرې ناکامې شي؛ طالبان به هوايي دفاعي سېسټم ترلاسه کړي.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، که تر راتلونکي پسرلي او یا اوړي پورې د طالبانو او امریکا خبرې وروستۍ نه شي او افغان سیاستوال ملي ګټو ته په کتو اجماع ته و نه رسېږي؛ طالبان به هوايي دفاعي سېسټم ترلاسه کړي.
نبیل زیاته کړې چې دا به د حیرانتیا خبره نه وي چې د خبرو له ناکامېدو وروسته طالبان هوايي دفاعي سېسټم ترلاسه کړي.
د نبیل په باور چې د طالبانو له لوري د یاد سېسټم ترلاسه کول به په افغان جګړه کې هغوی لپاره د لوبې بدلونکی وي.
هغه ټینګار کړی چې افغانان باید ملي ګټو ته پر شخصي ګټو ترجیح ورکړي او پر ولسمشر یې نیوکه کړې چې تر اوسه د ملي اجماع په جوړولو کې پاتې راغلی دی.