کابل ښار امنیت ټینګښت لپاره باید ځانګړي امنیتي غونډه جوړه شي.
د ولسي جرګي غړي کابل ښار کې د جنایي پیښو په ډیریدو اندیښمن دي او ټینګار کوي چې د یادو پیښو مخنیوي لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شې.
د کابل امنیه قومندانۍ بیا وایي چې د تېرو میاشتو په پرتله جنایي پیښو کچه راټیټه شوي خو یوازي تېرو پنځلسو ورځو کې یې یوسلو دری کسان د جنایي پیښو عاملینو په توګه نیولي دي.
عام وګړي ډیر په بې رحمي په کورونو او کوڅو کې چور او یا هم وهل او حتا وژل کیږي.
د کابل امنیه قومندانۍ وایي دوی د کابل امنیت په وړاندې جدي دي او یوازې د روان کال جدي میاشتي پنځلسو ورځو کې یې یوسلو درې کسان نیولي دي .
کابل ښاریان د جنایي پیښو او لارو کوڅو کې د عامو وګړو لوټلو په تړاو اندیښمن دي دوی تازه د علي سینا په نوم ځوان وژل کیدو وروسته کابل نور امن نه دی کمپاین پیل کړی ترڅو خلکو ته د ځان ژغورنې عامه ذهنیت ورکړي.
ولسي جرګې هم کابل ښار کې د جنایي پیښو زیاتوالي په تړاو اندیښنه ښودلې او د امنیت ټینګښت لپاره یې د ځانګړي امنیتي غونډې جوړیدو غوښتنه کړي ده.
د ژمي په رارسیدو او د منظم ټرانسپورټ نشتون هغه لاملونه دي چې خلک ډیر په اسانۍ لارو کوڅو کې چور کیږي.
کابل ښار کې د غلا او جرم کولو لوی لاملونه هم فقر،بیکاري ښودل کیږي او ټینګار په دې دی چې کورنۍ باید د خپلواولادونو په روزنه او څار جدي پام وکړي.