.ملي دفاع وزارت نن ۳ سوه نارینه او ښځینه سرتیري فارغ کړل
د پوځ له تعلیمي مرکز ۳سوه سرتیري فارغ شول او ډېر ژره به د دندې لپاره ولایتونو ته ولېږل شي.
دغه نوي سرتیري چې د ملي دفاع وزارت تعلیمي مرکز له یو درې میاشتني کورس څخه فارغ شوي وایي چې، د هیواد په هر ګوټ کې دندې ته چمتو دي.
د فراغت دې غونډې ته د ملي دفاع وزارت استازي، ډګر جنرال پاینده محمد نظامي وویل چې وزارت یې د سرتیرو روزنې په برخه کې اسانتیاوې راوستي او د نورو هغو چمتو کولو ژمنه یې وکړه.
هغه د محاربې له قوماندانو څخه هم غوښتنه وکړه چې له سرتیرو دې روزنه نه سپموي.
نوي فارغ شوي سرتیري له خپلو روزنو خوښي څرګندوې او وایي چې د پخوانیو تعلیمي دورو په پرتله یې آسانتیاوې ډیرې وې.
د تعلیمي مرکز دې درې سوه دریمې دورې ته د پوځي زده کړه سربیره په حقوقي او عقیدتي برخو کې هم روزنې ورکړل شوي دي.