راپورونه لیکي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد قطر ته رسېدلی دی.
له څه د پاسه درې اونیو وروسته امریکا او طالبان بیا د قطر په میز د سولې خبرو ته سره کېني.
راپورونه لیکي چې د افغان سولې لپاره د امریکا استازی طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دوحې ته تللی دی.
په باګرام هوایي ډګر د طالبانو له ډلیز برید وروسته امریکا د طالبانو سره خبرې د سلا مشورو لپاره ودرولې خو اوس د امریکا ځانګړ استازی زلمی خلیلزاد بیا قطر ته رسېدلی او نږدې وخت کې به خبرې بیا پیل کړي.
امریکایان چې اوس له ایران سره په سیمه کې تازه په ښکاره جګړه کې ښکیل دي باور کېږي چې امریکا به د دې لپاره خبرې تیزې کړي چې د نړۍ پام له ایران افغانستان ته واړوي.
د قاسم سلېماني وژنې د نړۍ زیات پام ایران ته اړولی او باور کېږي چې سیمه کې به کړکېچ زیات شي.
خو امریکایي کارپوهان وایي امریکا باید افغانستان کې د سرتېرو د راېستلو لپاره د سولې هڅې زیاتې کړي.
د اېکزماینر په نوم یوې امریکايي خپرونې داسې ویلي (( افغانستان کې د امریکا نظامي حضور وضعیت لا پېچلی کوي امریکایي مشران باید هڅه وکړي چې د خپلو سرتېرو د را ایستلو لپاره په افغانستان کې د ښکېلو لوریو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.))
د طالبانو او امریکا ترمنځ چې څومره مزاکرات شوي ملموسه پایله یې نه شته چې د دې پروسې په بریالتوب باور او یقین زیات شي.
د سولې پروسې سره له دې چې نږدې ښکاري بیاهم ورته افغانستان کې د شک او یوې دسیسې په سترګه کتل کېږي.
اوس به ولیدل شي چې د سولې د خبرو پایله څه راوځي.
افغان حکومت شرطونه دوی سره مخامخ خبرې او اوربند اعلان دی چې طالبان باید اقدام وکړي.
طالبانو په دواړو موضوعاتو کې په نه ګوته ایښې او ټول انتظار امریکا سره تر هوکړې تړلي دي.