د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له لوري ور کړل شوي مالومات ښيي چې په تېرو شپږ میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۸.۳ سلنه لوړه شوې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړی او ویاند شکرالله مشکور وايي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوړېدو اصلي لامل د جګړو شدت دی او ښکېلو لورو ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند او سولې ته غاړه کېږدي.
نوموړي د جګړو پر ښکېلو غاړو دا غږ هم کړی چې بشري حقونو او انساني کراماتو ته درناوی وکړي او له ملکي وګړو د خپلو موخو لپاره کار وا نه خلي.
د مشکور په خبره ښکېلو لورو د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستلو لپاره جګړه سخته کړې ده چې له همدې امله ملکي مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده.