طالبانو د اوربند هوکړه رد کړې او ټينګار یې د ټولو بهرنیو عسکرو په وتلو کړی.
سکای نیوز د یو طالب قوماندان له خولې لیکلي، تر هغې چې یو امریکايي عسکر هم وي دوی یې اشغال بولي.
پخوانیو طالب چارواکو هم د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کړې ده.
سکای نیوز د ملا منصور له قوله لیکلي، دی هیله لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه لاسلیک شي د هغه په وینا د دې هوکړې پرته بین الافغاني خبرې ناشوني دي.
منصور همداراز ویلي، دوی به تر هغې په بهرنیو ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړي څو هغوی له افغانستانه وتلو ته اړ کړي.