Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ارګ د جان باس پر وروستیو څرګندونو غبرګون وښود

admin by admin
2020/01/02

ارګ د امریکا د سفیر پر هغو څرګندونو غبرګون وښود چې ویلي یې دي، له یو میلیون کمو رایو باندې د راتلونکي ولسمشر سیاسي اعتبار به کم وي.

کابل کې د امریکا د سفیر جان باس دنده پای ته رسېدلې او ولسمشر غني هم د وزیر محمد اکبرخان په عالي دولتي مډال نازولی دی.

جان بس چې اوس یې امریکا بیرته د سفر بکس تړلی، وروستیو څرګندونو یې غبرګونونه او اندېښنې راپورته کړي دي.

هغه طلوع نیوز ته ویلي، چې افغانستان کې په یو میلیون رایو ټاکل کېدونکی ولسمشر ښایي ډېر سیاسي اعتبار ونه لري.

خو د دې موضوع په اړه د ارګ غبرګون محتاطانه دی او دا د سفیر خپل نظر ګڼي.

د ولسمشر ویاند مرستیال لطیف محمود داسې وویل (( کېدای شي په ډیموکراتیک نظام کې هر څوک ځانته نظر او دریځ ولري دا چې جان باس څه ویلي دا د دوی شخصي نظر دی ما تاسې سره د دولت نظر شریک کړ.))

سفیر ویلي ، راتلونکی افغان ولسمشر باید نورې ډلې هم واک کې شریکې کړي، خو دا څرګندونې ممکن د حکومت د سیاسي مخالفیینو هغه دریځ پیاوړی کړي چې ټاکنو کې يې ماته خوړلې او د موقت حکومت لپآره یې بحثونه راپورته کړي دي.

د حکومت د رسنیو مرکز پخوانی مشر صفت ساپي داسې وویل (( دغه ډول څرګندونې چې د امریکا سفیر کړي دي په دې مانا دي چې یو مشارکتي حکومت چې په دې وروستیو کې یې ګونګوسې هم دي لار پرانیزي خو د ټاکنو بهیر کې چې تر اوسه څومره پرمختګ شوی دی دا هم تر سیوري لاندې راوستی شي.)) 

جان باس د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته په خپل تېر غبرګون کې ویلي وو، چې دا یوازې د لومړنیو پایلو اعلان دی.

خو ځینې کابل کې د امریکا د مخکیني سفیر څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

ورځپاڼه لیکونکی قریب الرحمن شهاب داسې وویل (( زه فکر کوم چې د جان بس دغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده، دوی په تیر او اوسني حکومت کې ښکاره لاسوهنې کړي دي خو افغان حکومت ته په کار ده چې امریکا سره په اړیکو کې یو  واضیح تعریف اعلان کړي.))

په ولسمشریزو ټاکنو کې نږدې دوه میلونه خلکو برخه اخیستې وه چې په لومړنیو پایلو کې ولسمشر غني له یو میلیون په کمو رایو مخکښ دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist