کابل کې د بې طرفه علماوو د سولې کاروان د جګړې له ښکېلو خواوو د سولې غوښتنه وکړه.
د افغانستان د بې طرفه علماؤ د سولې کاروان په جګړه کې له ښکیلو غاړو د اوربند، بین الافغاني مذاکراتو او سولې غوښتنه کوي.
دیني علماء وایي، روانه جګړه استخباراتي، سیمه ییزه او پر افغانانو تپل شوې چې باید مخنیوی یې وشي.
علماء نیوکه کوي چې هر کله د سولې خبرې مخ ته لاړې شي، د ښځو او دیموکراسي په نوم غږونه پورته کېږي چې د سولې مذاکرات ځنډوي.
دغه دیني علماء اوربند، بین الافغاني مذاکرات او سوله د افغانستان په خیر او د وینې تویدو مخنیوی بولي او ټینګار کوي چې باید ټول سولې ته کار وکړي.
علماؤ نیوکه وکړه چې هرکله د سولې خبرو کې نسبتاً پرمختګ راشي، ځینې خلک د دیموکراسۍ او نور بېلا بېل غږونه پورته کوي چې د سولې چارې ځنډوي.
علماء وایي، هغه کسان باید مالوم او منزوي شي چې د سولې مخالفت کوي او خپلې ګټې په جګړه کې ګوري.
علماء وایي، داسې سوله او نظام غواړي چې اللهي احکام په کې نافذ، د ټولو حقوق په کې خوندي وي او بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.