نوماندانو د شکایتونو کمیسیون سره تر اوسه له لس زره زیات شکایتونه ثبت کړي دي.
شکایتونو کمېسیون سره لږ تر لږه لس زره شکایتونه ثبت شوي چې کمېسیون یې د تمې خلاف کار بولي.
د پنجشنبې په ورځ به د شکایتونو کمېسیون په څیړنو پیل وکړي
تر ټول ډېر شکایتونه ثبات همپالنې او تر ټولو کم بیا امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم ثبت کړي دي.
د قانون له مخې ټاکنیز ټیمونه حق لري چې د چهارشنبې شپې تر دولسو بجو پورې د لومړنیو پایلو په تړاو خپل شکایتونه ثبت کړي.
د چهارشنبې ورځې تر نیمايي پورې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره کابو لس زره شکایتونه ثبت شوي هغه څه چې دغه کمېسیون یې تصور هم نه درلود.
د شکایتونو کمیسیون کمېشنر قاسم الیاس وايي، د ثبت شویو شکایتونو ډېره برخه په ثبات اوهمپالنې او دولت جوړونکي ټیم پورې تړاو لري.
الیاسي زیاتوي، دوی د دې شکایتونو د څېړنې لپاره د وخت له کمي سره مخ دي خو هڅه کوي چې په ټاکلي وخت کې شکایتونو ته رسېدنه وشي.
ثبات او همپالنې ټیم وايي، د دوی د شکایتونو ډېره برخه د درې سوه زره رایو په تړاو دي.
دولت جوړونکي ټیم هم د لومړنیو پایلو په تړاو زیات شمېر شکایتونو ثبت کړي او وايي، درملوک په ځینو مرکزونو کې زیاتې رایې حساب کړي دي.
شکایتونو کمېسیون د ټولو شکایتونو د ارزونې لپاره ۳۹ ورځې ټاکلې چې سبا به یې عملا په ډلبندۍ کار پیلېږي.