د ثبات او همپالنې ټیم د دویمې ورځې تر نیمایي د شکایتونو شمېر نږدې شپږ زره ته رسولی دی.
د شکایتونو کمېسیون مالومات ښيي چې دریو ورځو کې به د شکایتونو شمېر تر دې هم لوړ شي او زیاته برخه د ثبات او همپالنې ټیم ده.
پر ټاکنو د څار ځینې بنسټونه ډاډه دي چې شکایتونو څېړل به د نوماندانو قناعت ترلاسه کړي، خو ځینې نور بیا شکایتونه د فشار له کبله یادوي.
شکایتو کمیسیون کې تراوسه یوازې ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم خپل شکایتونه ثبت کړي چې تر دې دمه یې شمېر ۵۸۴۰ شکایتونو ته رسیږي.
د شکایتو کمیسیون ډاډه دی چې ټاکنو کمیسیون وروسته به دوی خپل کار په پوره امانت داري تر سره او پایلې به یې له خلکو سره شریکي کړي.
د شکایتونو کمیسیون کې د داخلي څارونکو تر څنګ بهرني هم ډاډه دي چې شکایتو کمیسیون باید د ټاکنیزو تیکټونو ټول شکایت په ښه توګه ثبت او وڅیړي.
د فیفا بنسټ استازي محمد داوود احمدي داسې وویل (( موږ باید په دې پوه شو چې د رای ورکوونکو قانوني رایې ورکې نشي او تقلبي رایې په اصلي رایو کې شاملې نه شي. موږ هم دلته ددې لپاره یو چې د شکایتونو کمیسیون له فعالیتونو ملاتړ وکړو.))
فیفا بیا د زیاتو شکایتونو له ثبت اندیښنه لري چې د کمېسیون کار به ځنډنی کړي.
د ثبات او همپالنې ټیم چې په ټاکنو کمېسیون ملاحظات او جدي نیوکې لري، شکایتونو کمېسیون ته په تمه دي چې عدالت به په پام کې ونیسي.
د ټاکنو کمېسیون کمشنر مولانا عبدالله د کمشنرانو له زیاتو پریکړو سره مخالف دې په یو لیک کې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غوښتي چې پایلو کې درغلۍ شته او باید نادیده و نه نیول شي.