د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم شکایتونو کمیسیون سره زرګونه شکایتونه ثبت کړل.
ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې شکایتونو کمېسیون سره خپل ۴ زره شکایتونه ثبت کړل.
شکایتونو کمېسیون بیا وايي، دوی به په پنځلس ورځو کې ولایتي دفترونو له لا رې دغه شکایتونه وڅیړي.
شکایتونو کمېسیون مرستیال مولوي دین محمد اعظمي وویل، دوی به په پوره بې طرفۍ د ټاکنیزو ډلو شکایتونه وڅیړي او د قانون سره سم به پریکړه وکړي.
ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې دغه ۴ زره شکایات په اوه ولایتونو کې ثبت کړي او په وینا یې دا یې پای نه دی.
یاد ټاکنیز ټیم په داسې حال کې شکایتونو کمیسیون سره زرګونه شکایتونه ثبتوي چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لومړني نتایج اعلان کړل چې د ټاکنو مخکښ په کې د دولت ساز ټاکانیز ټیم مشر محمد اشرف غني و.
یاد ټیم د ټاکنو د لومړنیو پاېلو مخالفت وکړ او وې ویل چې په پاکو رایو دوی ټاکنې ګټلې دي.