د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړنیو پایلو کې ترټولو مخکښ اعلان کړ.
د ټاکنو کمېسیون په یوه خبري غونډه کې ددې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، په لومړنیو پایلو کې ښاغلي غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې ګټلي دي.
ټاکنو کمېسیون د نوموړي د رایو شمېر (۹۲۳۸۶۸) اعلان کړ.
د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله بیا اوه لکه ۲۰ زره او ۹۹ رایې ګټلي دي چې د رایو سلنه یې ۳۹،۵۲ کیږي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم اعلان کړی چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني.
دغه ټیم وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې د کابو درې سوه زرو رایو د تصفیې پرته اعلان شوي دي.
یوناما د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنۍ پایلو د اعلان هرکلی کړی او د ټاکنیزو کمېسیونونو هلې ځلې یې ستایلي دي.