امریکا وایي تر هغه یې چې په افغانستان کې د ترهګرو له ختمېدو ډاډ نه وي ترلاسه کړی په دغه هېواد کې به یې پوځ ماموریت روان وي.
د امریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې یو واضح او ښکاره ماموریت لري.
دده په خبره دوی باید په دغه هېواد کې د ترهګرو جرړې ختمې کړي او تر هغه چې په یاد هېواد کې د ترهګرو فعالیتونه وي او د مرکزونو د جورېدو وېره یې پر ځای وي امریکايي ماموریت به هم دوام کوي.
مارک ایسپر وایي هر وخت چې ډاډه شول افغانستان نور د ترهګرو امن مرکز نه دی، نو دوی به له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي.
امریکایي چارواکو په دغه خبري غونډه کې د واشنګټن پوسټ د اسنادو په اړه هم څرګندونې کړې دي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز مایک میلي ویلي چې د امریکا حکومتونو په تېرو ۱۸ کلونو کې افغانستان کې د جګړې په تړاو خپل ولس دروغ نه دي ویلي.