د امریکا ولسي جرګې د استیضاح هغه مادې تصویب کړې چې له مخې یې ولسمشر ټرمپ استیضاح شو.
له دې سره ټرمپ د امریکا دریم ولسمشر دی چې استیضاح کېږي.
ټرمپ تورن دی چې له واک یې په ناوړه توګه کارولې او د کانګرس چارې یې خنډنۍ کولې.
سپینې ماڼۍ یوه اعلامیه کې دا پرېکړه “د ولسي جرګې په تاریخ کې د تر ټولو شرموونکې شیبې اوج” بللی او غندلی یې دی.
اوس له ولسي جرګې وروسته مشرانو جرګه کې ولسمشر محاکمه کېږي ،خو ویل کېږي له دندې د ګوښه کېدو لپاره یې ډیموکراټان د سنا له دریو دوه برخې رایې نه لري.