زلمی خلیل زاد کابل کې له لیدنو وروسته بېرته دوحې ته تللی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل سفر بریالی بللی او ویلي يې دي چې د سولې په اړه یو مهم پړاو ته نږدې کېږي.
خلیلزاد ویلي، اوربند، د بین الافغاني ناستو پیل کابل کې له ولسمشر او سیاسیونو سره په خبرو کې مهم ټکي وو.
تمه کېږي چې د لسو ورځو په ترڅ کې بین الافغاني خبرې په ناورې هېواد کې پیل شي.
له دې سره د اسیا لپاره د کړکېچ ډلې مشرې ویلي دي چې امریکا له افغانستان څخه د وتو مخکې باید ټیکاو راولي.
هغه په خپل ټویټر لیکلي دي چې سفر یې ګټور و او د سولې په برخه کې اوس مهم پړاو ته نږدې کېدونکې دي.
کابل کې خلیل زاد د تاوتریخوالي په کموالي، اوربند او خپلمنځي خبرو په پیل له مشرانو سره غږېدلی دی.
زلمي خلیلزاد داسې ویلي (( سفیر جان بس جنرال میلر سره مې ولیدل او په ګډه مو له ، پخواني ولسمشر ، ښځینه فعالینو او نورو سیاسي مشرانو سره مشورې وکړې. موږ د تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو او بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې د برابرولو پر هڅو وغږیدو.
موږ دافغانستان د سولې د بهیر یو مهم پړاو ته نږدې کیږو. کابل کې مې دوه ورځنۍ سلامشورې بشپړې کړې. ګټور سفر و.))
اوس داسې ښکاري چې د سولې په برخه کې طالبانو سره د امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي ښکاري.
تر اوسه مالومه نه ده چې د دواړو اړخونو ترمنځ به د خبرو دمه کله پای ته رسیږي، خو بین الافغاني مذاکرات ښایي د لسو ورځو په ترڅ کې پیل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم خبرو ته ښه هیله ښوولې ده چې ټول اړخونه باید په دې سلا شي چې اوربند او بین الافغاني خبرې پیل شي هغه دوه غوښتې چې کابل لپاره سرې کرښې دي.
مایک پامپیو داسې ویلي (( موږ تمه لرو چې ټول سیاسي اړخونه، افغان حکومت، غیر حکومتي مشران او طالبان به په دې اند شي چې افغانستان کې تاوتریخوالی په پراخه کچه کم کړي ترڅو د اوربند لامل شي او بین الافغاني خبرې پیل شي.))
د اسیا لپاره د نړیوال کړکېچ ادارې مشرې هم د طالبانو او امریکا ترمنځ په خبرو خپله تبصره کړې ده او په څرګنده یې ویلي، که امریکا له افغانستان وځي باید هلته ټیکاو راغلی وي.
د اسیا لپاره د نړیوال کړکیچ د ډلې مشره لوریل میلر داسې ویلي ((د سولې خبرې اسانه نه دي، وخت نیسي نو د یوې هوکړې لپاره په کار دي چې له دوه زره لومړي کال وروسته چې کوم سیاسي سیستم رامنځته شوی د هغه اساسات وساتل شي او په حکومتي چوکاټ کې د طالبانو په ګډون نور کسان داخل شي.
اوس هغه وخت رارسیدلی چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو واشنګتن باید د وتلو په وخت کې هلته ثبات راوستی وي او افغانانو ته دا فرصت برابر شوی وي چې په سوله کې ژوند وکړي.((
اوس به ولیدل شي چې د امریکا او طالب د خبرو څه راوځي خو عام باور داسې جوړ شوی چې افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه پای ته رسیږي هغه جګړه چې افغانانو په کې لویه قرباني ورکړه.