دا په کابل کې د ولسي ټولنې د غړو غوښتنه وه چې له مرکزي حکومت یې درلوده.
نن په کابل کې د ولسي ټولنې غړي راټول شوي وو او د ناکامورا د ترسره شویو کارونو یادونه یې وکړه او له حکومت یې وغوښتل چې د هغه د وینو غچ واخلي.
د دې ټولنې غړي ټینګار کوي چې ناکامورا کلونه کلونه د دې هیواد د ابادۍ لپاره کار کړی او عاملین یې باید سزا وویني .
د ولسي جرګې پخواني غړي بیدار ځاځي بیا ناکامورا د ولس شهید یاد کړ او د هغه د نیمګړو کارونو د بشپړیدو غوښتنه یې وکړه .
ډاګټر ناکامورا شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په جلااباد ښار کې د ناپيژانده وسلوالو له لوري له خپلو پینځو ساتونکو سره په برید کې ووژل شو؛ خو افغان حکومت او په تیره کشفي ارګانونو تر اوسه د ناکامورا د وژنې په تړاو ولس ته بشپړ وضاحت نه دی ورکړی.