ترکیې د افغانستان سایکل ځغلونې فدراسیون سره د همکاریو ژمنې کړي.
د ترکيې سايکل ځغلونې فدراسيون افغان روزونکو او لوبغاړو ته په ترکيه کې د روزنې زمينه برابروي.
د افغانستان د سايکل ځغلونې فدراسيون مشر فضل احمد فضلي له ترکيې سيال ايرول کوچوک باکيرجي سره په ترکيه کې ليدلي او د افغان فدراسيون سره يې د همکارۍ په اړه بحثونه کړي.
د افغانستان د سايکل ځغلونې فدراسيون له تېرو درېو کالونو راهېسې دوه مشران درلودل چې لوبغاړي يې له ستونزو سره مخ وو خو تېره مياشت د دې فدراسيون د رياست ټاکنې وشوې چې فضل احمد فضلي وګټلې.