د امریکا هر اقدام باید د افغانستان سولې او ثبات لپاره ګټور وي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګېنګ شوانګ ویلي، چین د سیاسي لارو چارو د افغانستان د ستونزو حل غواړي.
شوانګ ویلي، چین د ښکېلو خواوو تر منځ له زیاتو مذاکراتو ملاتړ کوي او چمتو دی چې په دغو هڅو کې رغنده رول ولوبوي.
هغه په بیجینګ کې د بین الافغاني ناستې په تړاو ویلي چې چین له ښکېلو خواوو سره په خبرو بوخت دی او په دې تړاو به تازه مالومات شریک کړي.
چین دغه غبرګون د امریکا د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په تړاو ښودلی دی.
د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر ویلي وو، که په افغانستان کې د سولې هوکړې ته ورسېږي او که نه، خو له دغه هېواد د خپلو ځواکونو شمېر کموي.