Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سرچینه: دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم زیاتې رای وړي

admin by admin
2019/12/18

ټاکنو کمیسیون کې باوري سرچینې ویلي چې د دولت ساز ټیم رای زیاتې دي.

په ټاکنو کمیسیون کې  یوه باوري سرچینه وايي چې محمد اشرف غني له پنځوس سلنې زیاتې رایې ګټلې دي .

د رایو پر اساس ډاکټر عبدالله عبدالله دویم او ګلبدین حکمتیار درېم مقام لري .

کمیشنران بیا وايي په راتلوونکو دوه ورځو کې به د ټولو ولایتونو بیا شمیرنه او تخنیکي چارې بشپړې شي او نتیجه به اعلان کړي .

خو د ثبات او همپالنې ټیم لا هم د اوه ویشت نورو ولایتونو د رایو بیا شمېرنې باندې ټینګار لري.

د ټاکنو کمیسیون تخنیکي کارونه د بشپړیدو خواته نږدې دي او ممکن په راتلونکو درې ورځو کې لومړنۍ پایلې اعلان کړي ، خو په کمیسیون کې یوې باوري سرچینې شمشاد ته ویلي چې دمحمد اشرف غني د رایو فیصدي له پنځوس سلنې زیاته ده او عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار دویم او دریم مقام لري .

بلخوا د ټاکنو کمیسیون ددارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ د ټاکنو کمیسیون کمیشنر اورنګزیب او دثبات او همپالنې ټیم غړي یونس نو اندیش داسې ویلي (( له اوو ولایتونو چې مرکزونه یې تړل شوي و، دشپږو ولایتونو یې کارونه تمام شوي دي او د جم بندۍ مرکز ته رای رسېدلي او له هغې وروسته به لومړنۍ پاېلې اعلان کړو،،،، بغلان نن یا سبا خلاصیږي او کله یې چې رزلشیټونه را ورسیدل بیا به پاېلې اعلان کړو،،، موږ به له ټولو ممکنه لارو کارو واخلو تر څو کمیسیون قانوني لارو ته و ر وګرځوو.))

دکمیسیون دارالانشا وايي یوازې بغلان ولایت دی چې د رایو بیاشمیرنه به یې دپنجشنبې ترناوخته پایته ورسیږي او لامل یې هم د ځینو ټاکنیزو ټیمونو د څارونکو مزاحمت دی .

مرکزي سیسټم ته د پنجشیر ولایت د بیا شمیرل شویو رایو د پورته کولو چارې بشپړې شوي او د پنځوو نورو ولایتونو مواد کمیسیون ته د انتقال په حال کې دي.

ټاکنو کمېسیون بیا هغه ژمنه کې پاتې راغلی چې د دې اوونۍ تر اخره پایلې اعلان کړي، ټاکنو کمېسیون د پایلو اعلان بیا راتلونکي اوونۍ ته وځنډو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist