هرات ولایت کې یو شمېر کورني بې ځایه شوي روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او ښوونځیو ته لاسرسی نهلري.
هرات کې یو شمیر کورني بي ځایه شوي شکایت کوي چې پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
دوی وايي له یوې خوا د سختې لوږې او فقر سره مخ دي او له بل لوري ځايي اوسیدونکي ورته په یوه او بله پلمه ستونزې جوړوي او اجازه نه ورکوي چې شیدايي دښتو کې مېشت شي.
بلخوا سیمه ییز مسؤولین وايي هڅه کوي چې دغو کډوالو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې او ستونزې يې هوارې کړي.
دغه بېځایه شوې کورنۍ د وچکالۍ او جګړو له وېرې له غور، فاریاب او بادغیس ولایتونو څخه هرات ته راکډه شوې دي چې نسبتاً ښه ژوند ولري او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې پوره شي.
دغه کډوال وايي، دلته راغلي چې ګواکي مرستې به ورسره وشي، خو شکایت کوي چې دلته هم پاکو اوبو، ښوونځیو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
دغه بي ځایه شوي وايي، شتمنۍ، مېنې او کلی يې ټول پرېښي چې په هرات کې هم د کار نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
دوی دلته ځانونو ته له خټو سرپناوې جوړې کړي، خو ځايي اوسېدونکي يې مخنیوی کوي او ور څخه غواړي چې دغه سیمې پرېږدي.
کډوال د هوا سړېدو لا زیات اندېښمن کړي او اندېښنه لري، که اړینې مرستې ورسره و نه شي، نو په سختو ناروغیو به اخته شي.
سیمه يیز مسؤولین هم د دغو کډوالو له ستونزو خبر دي، خو د هواري ژمنه يې کوي.
د شمېرو له مخې هرات کې دا مهال دېرش زره کورنۍ داخلي بې ځایه شوي دي چې ځیني يې له ډیر سخت حالت سره لاس او ګرېوان دي.
که څه هم دغو بې ځایه شوو ته څه ناڅه مرستې راغلي، خو هغومره نه دي چې ستونزې یې حل او ژوند يې ورسره ښه شي.