سرچینې رسنیو ته ویلي، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي جنګیالیو د ملي اردو پر قرارګاه برید کړی چې په کې ۲۳ سرتېري وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت بیا وايي، تېره شپه طالبانو غزني کې د ملي اردو پر قرارګاه برید کړی چې په کې نهه سرتېري وژل شوي دي.
طالبانو د برید مسؤولیت منلی او وايي برید کې ۳۲ سرتېري وژل شوي دي.