Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ثبات او همپالنې ټیم د رایو تفتیش ته اجازه ورکړه

admin by admin
2019/12/14

ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په اووه  ولایتونو کې د رایو بیا تفتیش ته اجازه ورکړه.

د یکشنبې په ورځ به په اوه تړل شویو ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنه او تفتیش پیل شي .

د بیا شمیرنې دغه بهیر به دوه ورځو کې پایته ورسیږي او کمېسیون به د روانې اونۍ تر پایه لومړني نتایج اعلان کړي .

کمیسیون وايي له لومړنیو پایلو له اعلان وروسته نوماندان کولای شي چې خپل اعتراضونه له شکایتونو کمیسیون سره ثبت کړي .

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله د جمعې په ماښام له خپلو پلویانو وغوښتل چې په هغو اوه شمالي ولایتونو کې دې ټاکنو کمیسیون ته د رایو د بیاشمیرنې او تفتیش اجازه ورکړي چې د دوی له لوري تړل شوي دي .

ټاکنو کمیسیون وايي نوماندان باید خپل اعتراضونه د قانوني لارو وړاندې کړي او هغه ټاکنیز ټیمونه چې اعتراض لري کولای شي چې له لومړنیو نتایجو له اعلان وروسته ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته یې وسپاري .

سرپل ، جوزجان ، فاریاب ، بغلان ، بدخشان ، تخار او پنجشیر هغه اوه ولایتونه و چې له شاوخوا شل ورځو راهیسې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم له لوري پکې د ټاکنو کمیسیون دفترونه تړل شوي وو او بیا شمیرنې ته پکې اجازه نه ورکول کېده .

خلک همدې ورځو کې په تمه و چې کمېسیون به پایلې اعلان کړي، خو اعتراضونو د ټاکنو پاېلې وځنډولې او بالاخره د ټولو رایو د بیا شمېرنې فرصت پيدا شو چې پایلې اعلان شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist