طالبانو په بګرام هوایي ډګر د برید مسوولیت منلی او ادعا کوي چې امریکايي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
له یوې خوا که د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې خبرې روانې دي له بل پلوه دا ډول بریدونه ټکان ورکوونکي دي.
طالبانو په افغانستان کې تر ټولو مهمې پوځي اډې باندې له سهاره د باګرام په هوایي ډګر وسلوال برید ته دوام ورکړ او ادعا کوي چې امریکايي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې زیاتو امریکایي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
لومړی برید موټر بم و او وروسته وسلوالو هوایي ډګر ته نږدې نښته پيل کړه.
ارګ برید ته په خپل لومړني غبرګون طالبان ملامت کړي چې تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی.
ارګ ماڼۍ داسې ویلي (( همغه ډول چې د افغانستان حکومت ټینګار کړی، د سولې لپاره د تاوتریخوالي کمیدل او اوربند د افغان دولت او خلکو غوښتنه ده، طالبان هر کله تاوتریخوالي ته دوام ورکوي، افغان ځواکونه به د دې هېواد او نظام څخه دفاع کوي.))
امریکا طالبانو سره د کابل په شش درک کې د ورته موټر بم برید په غبرګون کې د سولې خبرې ودرولې.
اوس باور کېږي چې دا برید به د طالبانو او امریکایي اړخ ترمنځ د سولې خبرې وننګوي چې له یو اوږد ځنډ وروسته یې پیل خلکو ته هیلې ورکړې وې چې سوله به کېږي او جګړه به پای ته رسیږي.
د سولې عالي شورا پخوانۍ غړې ملالۍ شینوارې ټینګار کړی چې باید تاوتریخوالی راکم شي او طالبان سولې ته، خپل ښه نیت په اوربند مالوم کړي.
افغانستان ته د امریکايي ولسمشر د راتګ پرمهال ولسمشر د سولې لپاره خپلې سرې کرښې کاږلي دي.
اوربند ، د بین الافغاني خبرو پیل او له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو وضاحت هغه څه دي چې افغان حکومت پرې ټینګار لري.
اوس به ولیدل شي چې د طالبانو او امریکا خبرې پایله لري او که د تېر په څېر به د بریدونو په پلمه له پامه غورځول کېږي.
باور دا دی چې افغانستان کې بهرني اسخبارات هڅه کوي، چې د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ کړي.