حکومت وایي، افغانستان کې داسې سوله غواړي چې پایله یې د جګړې ختم وي.
ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه- استانبول اتمې ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز سره پر سوله او سیمه ییز پیوستون خبرې کړي.
ارګ وایي، ولسمشر غني له الیس وېلز سره د سولې اوه ماده ییز پلان ته په اشارې ویلي، سوله د افغان حکومت لومړیتوب او د افغانانو بنسټیزه غوښتنه ده.
اشرف غني ویلي، حکومت د سولې د داسې خبرو په هڅه کې دی چې پایله یې په ریښتینې توګه جګړه ختمه او تلپاتې سوله راولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز ویلي، متحده ایالات د تلپاتې سولې برخه کې د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دي.
له دې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د اسیا زړه کنفرانس په څنډه کې له رسنیو سره په خبرو کې تمه ښودلې، چې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
قریشي ویلي، پاکستان هڅه کوي، د بین الافغاني خبرو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
ولسمشر غني، د کنفرانس په لومړۍ ورځ په خپلو خبرو کې د تروریزم پروړاندې د سیمې هېواونو په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.