افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او د بهرنیانو له مداخلې پرته د سولې راتګ ممکن دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوې ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، نړیوالو ته په کار ده چې د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي خو له مداخلې ډډه وکړي.
جواد ظریف همداراز ویلي، د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او ټول اړخونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
د جواد ظریف په خبره په افغانستان کې د طالبانو په ګډون ټول سیاسي لوري باید په یوه مېز خبرو ته سره کېني او روانې ناندرۍ باید ختمې کړي.