امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه د هند سمندر ته څېرمه ستراتېژیکو سیمو ته لېږدوي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، د ارام سمندر سیمې ته د ځواکونو د لېږد یوه موخه دا ده چې، سیمه کې د امریکا ګټو ته د شته احتمالي ګواښونو مخه ونیسي او خپلو متحدینو ته ډاډ ورکړي.
که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو مهمه موضوع له افغانستان د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل ښودل شوي، خو د امریکا دفاع وزیر مارک سپیر له خبرو داسې ښکاري چې امریکا په سیمه کې اوږدمهاله ګټې لري او نه غواړي چې سیمه پرېږدي.
د امریکا دفاع وزیر مارک سپیر واشنګټن کې د ریګن دفاعي فورم ته د خبرو پر مهال ویلي، متحده ایالات یوازې افغانستان ته نه بلکې، ټوله سیمه کې وضعیت څاري او اړتیا ده، چې د هند سمندر ته څېرمه سیمو کې پوځي حضور ولري.
دغه راز هغه ویلي، متحده ایالات اړتیا لري، څو ډاډ ترلاسه کړي چې په سیمه کې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره کافي ځواک لري او له نړیوال نظم ساتنه وکړي.