Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنو کمیسون ټولې بایومټریک رایې عمومي سرور ته ولېږدولې

admin by admin
2019/10/23

ټاکنو کمېسیون ټولې بایومټریکې رايي ډېټا او عمومي سرورته داخلې کړې.

ټاکنو کمېسیون تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې ټولې ستونزې حل کړې او سمدلاسه یې په کار پیل وکړ چې د تېرې شپې په دریو بجو یې ټولې بایومټریکي رايي عمومي سرور ته داخلې کړې.

د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاء رییس حبیب الرحمان ننګ داسې وویل (( د ناظرینو په موجودیت کې را پورته شوی جنجال پای ته ورسید او رای سرور ته داخل شوې، موږ به اوس هغه تخنیکي کارونه چې پاتې دي ترسره کوو به یې.))

د کمېسیون مسولین وايي، دوی د پایلو د اعلان لپاره ټولې ستونزې له مخې لېرې کړي او اوس د درملوک جرمني کمپنۍ کار روان کړی چې بایومټریکې رايې تصفیه کړي او له هغې وروسته به د لومړنیو پایلو کره ورځ اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له مخې ټولټال یومیلیون نهه لکه او دیرش زره بایومټریکي رايي کارېدلې چې اوس دغه اعلان شوې شمېره په اوو پړاو کې تفصیه کیږي چې د دغه شمېرې د را کمېدو امکان شته.

د  ټاکنو پروسې څارونکي وايي، کمېسیون باید د لومړنیو پایلو د اعلان په برخه کې واضح ځواب ورکړي چې کله یې اعلانوي.

د دولت جوړونکي ټیم څارونکی داوود سلطانزوی داسې وویل (( جلسه نیسو تر څو له هغوی دقیق ډاډ تر لاسه کړو، بیا هم غواړم یاده کړم، چې ددوی لخوا ډاډ باید موثق ډاډ وي.))

په کمېسیون کې موثقې سرچنې وايي، تر اوسه د دې احتمال نشته چې ټاکنې دې دویم پړاو ته لاړې شي، خو وايي که سیستم له څلویښتو زرو زیاتې رايي له سیستم څخه وباسي نو دویم پړاو ته يې د تګ امکانات زیاتیږي.

د کمېسیون مسولین وايي، که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي دوی په دوو اوونیو کې یې بیا ترسره کېدو ته چمتو دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist