د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ یا ټیفا وایي، د ولسمشریزو ټاکنو پایلې باید په ټاکلې نېټه اعلان شي
دغه بنسټ چې نن یې کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال رسنیو ته د خپلو موندنو په تړاو معلومات ورکړل د ټاکنیزو کمیسیونونو پر کارکوونکو او کمېشنرانو غږ وکړ چې خپل کارونه دې په چټکۍ مخ ته یوسي او د ټاکنو پایلې دې په ټاکلې نېټه اعلان کړي.
ددغه بنسټ په وینا د پایلو په اعلان کې ځنډ او یا هر ډول ګډوډي د ستونزو د زیږېدو سبب ګرځي.
ټیفا دغه راز وایي چې په تېرو ټاکنو کې نږدې دوه میلیونه وګړو برخه اخیستې وه او تر ۷۲۱ پورې مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي پاتې وو.
ټیفا په ټاکنو کې د شفافیت پر تامین ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټاکنیز کمیسیونونه دې خلک د تل لپاره په ټاکنو باندې نه بې باوره کوي او په پوره شفافیت دې خپلې چارې پر مخ یوسي.