د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ د اکټوبر په ۷مه پر افغانستان د امریکا د برید له اتلسمې کلیزې سره هم مهاله ویلي، ښه یې وکړل چې له سوریې څخه یې خپل ځواکونه وایستل، ځکه په وینا یې امریکایان باید نور له نه ختمېدونکو احمقانه جګړو څخه پښه راوباسي.
ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي، همدا اوس ورته له کرد پلوه ملیشو څخه د واشنګټن ملاتړ په لوړه بیه تمامېږي.
ټرمپ ویلي، اوس باید اروپا، ترکیه، سوریه، ایران، عراق، روسیه او کردان خپلې ستونزې پخپله حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې هم د امریکا د جګړې ۱۸ کلونه بشپړ شول.
باور دا دی چې دغه خونړۍ جګړه له سولې پرته بله حل لاره نه لري.