ټاکنو کمېسیون هڅه کوي له مهالویش مخکې د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته د مهالویش له مخې یوازې یولس ورځې پاتې دي.
د ټاکنو کمېسیون کارونه چټک کړي چې د لومړنیو پایلو اعلان لپاره د میزان له ۲۷مې مخکې ځان چمتو کړي.
د کمېسیون رییسه وايي، بیلابیلو برخو کې یې کارونه چټک کړي تر څو خپله ژمنه عملي کړي.
داسې ښکاري چې ټاکنو کمېسیون اوسنی مهالویش تېرو جنجالي ټاکنو ته په کتو جوړ کړی، هغه چې د ګډون د شمېر د زیاتوالي تر څنګ ګڼې نورې ستونزې هم موجودې وې.
څارونکي وايي، کمېسیون خپل کارونه په چټکۍ سره روان کړي خو ځېنې احتمالي ستونزو ته په کتو ممکن دغه مهالویش یو څه اوږد ترتیب شوی وي.
د کورنیو او بهرنیو څارونکو تر څنګ نیږدې هره ورځ په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو ډېپلوماټیک استازي د کمېسیون کارونه له نیږدې ګوري.
د کاناډا سفیر چې د ټاکنو کمېسیون له کارونو یې لیدنه کوله د کمېسیونونو له کارونو ستاینه وکړه.
په افغانستان کې د کاناډا سفیر داسې وویل (( د ټاکنو کمېسیون ډېر ښه روان دی، موږ پایلو ته په تمه یو، خو پایلې به هغه وخت اعلان شي چې دواړه کمېسیونونه خپل کارونه پای ته ورسوي. ما ستونزه ونه لیده او دا کار زموږ هم نه دی، دا کار د څارونکو دی هغوی به خپل راپور بیا له شکایتونو کمېسیون سره شریک او بیا به ورته رسېدونه وشي))
شکایتونو کمېسیون هم وايي، د شکایتونو څېړنه یې پیل کړې او هغه کسان چې په ټاکنو یې په قصدي دول ستونزې جوړې او خلک یې له رایو محروم کړي عدليي او قضايي اورګانونو ته معرفي شي.