د غزني ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت ویلي، د پېښې له ځایه دوی ته ۲۰ ټپيان وروړل شوي دي.
چاودنه د سې شنبې په سهار د ادبیاتو پوهنځي کې شوې ده.
د غزني ملکي روغتون مشر زیاته کړې چې دا لومړني مالومات دي او شونې ده چې د ټپيانو شمېر له دې هم ډېر وي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د چاودنې مسؤولیت نه دی منلی.