Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا او طالبان د بیا خبرو لپاره چمتوالی لري

admin by admin
2019/10/03

اسلام اباد ته د طالبانو او امریکایي پلاوي په ورتګ سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې د دواړو لورو ترمنځ  به ډېر ژر مذاکرات پیل شي.

د طالبانو پلاوي د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره هم لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا سره د طالبانو د سولې خبرو د بیا پیل لپاره هیله لیدل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې داسې راغلي (( په سيمه ييزه او نړيواله کچه د افغان سولې په تړاو بې سارې اجماع رامنځته شوې او بايد دا مهلت له لاسه و نه وځي، دواړو لورو د سولې د خبرو د بيا پیل پر سر هوکړه کړې ده.))

له روسې،ایران او چین وروسته دا پاکستان ته د طالبانو پلان شوی سفر دی چې امریکا سره د ناکامه خبرو وروسته داسې مهال غوښتل شوي چې د امریکا یو پلاوی هم ورغلی دی.

د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، پاکستان سره یې د افغان کډوالو په ستونزو او سیاسي اړیکو خبرې کړي دي خو په دې اړه مالومات نه شته.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین داسې ویلي (( اسلام اباد ته تللی پلاوی به ددواړو هیوادونو په تعلقاتو، سیاسي موضوعاتو او سولې په جریان  خبرې وکړ، همداشان پاکستان کې د افغان مهاجرینو د تعلیم، صحت، تګ راتګ او د ویزو په ورکړه کې د سهولتونو، د افغان تجارانو سره د همکارۍ غوښتنه وشوه چې په مقابل کې شاه محمود قریشي د مرستې ژمنه وکړه.)))

اسلام اباد ته د طالبانو له ورتګ یوه ورځ مخکې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب طالبان د ای اس ای استازي بللي دي او په زغرده یې ویلي چې افغانان به هېڅکله په زور چا ته تسلیم نه شي.

حمدالله محب داسې ویلي (( له پيړیو راهيسې موږ په جګړه کې يوو، موږ کولای شول، چې يوې ځانګړې مفکورې ته د شوروي اتحاد پر مهال تسليم شوي وای، چې له طالبانو خورا غوره وو هغه ځکه چې د ودونو تالارونه يې نه ورانول او زيربناوې يې رغولې او افغانان هېڅ چاته هم په زور نه دي تسليم شوي او طالبان د پاکستان او د آی اس آی استازي دي او دا له تصوره لرې ده، چې د يو داسې هېواد حکومت پر خپل ملک کې ومني، چې خپلو وګړو ته خواړه هم نشي برابرولی.))

تر اوسه پورې د سولې په برخه کې د پاکستان همکاري نه ده محسوس شوې خو په پاکستان باور هغه وخت کېدای شي چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
اقتصاد

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو
روغتیا

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist