اسلاماباد ته د طالب پلاوي سفر افغان حکومت ناراضه کړی دی.
پاکستان ته د طالب پلاوي په دغه سفر افغان حکومت نارضایتي ښودلې او دایې د هېوادونو د خپلمنځي اړیکو او اوصولو خلاف بللې.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، چې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې نیوکه وکړه چې پاکستان د هغو ډلو کوربتوب په ښه شکل کوي چې د افغانستان د تاوتریخوالي لامل دي.
صدیقي دغه راز ویلي، د افغانستان او سیمې د ثبات د تاوتریخوالي اصلي لامل په پاکستان کې د طالبانو په شمول د لسګونه ترهګرو ډلو پټنځایونه دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، پاکستان ته د طالبانو سفر د سولې له پروسې سره هېڅ مرسته نه شي کولای.
صدیقي دغه راز د پاکستان له لورې ددغې ډلې کوربتوب ته په اشارې وایي، دا د هېوادونو د اړیکو او اوصول خلاف کار دی.
صدیقي وایي، د افغانستان او سیمې د ثبات پر وړاندې لوی خنډ په پاکستان کې د طالبانو په شمول د لسګونو ترهګرو ډلو پټن ځایونه دي.
دده په خبره که پاکستان د افغان سولې سره مرسته کوي، نو دغه پټن ځایونه دې له منځه یوسي.
صدیقي وایي، د پاکستان لومړي وزیر له ولسمشر غني سره ژمنه کړې، چې د سیمې د ثبات لپاره به هڅې وکړي، خو په خبره یې، چې تراوسه په عمل کې څه نه ویني.