د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، د اسلام اباد په رسمي بلنه د ملا برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن د اکتوبر ۲مه اسلام اباد ته سفر کوي.
سهیل شاهین لیکلي، هلته به طالب پلاوی د یاد هیواد له چارواکو سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبري وکړي.
دا له روسیې، چین او ایران وروسته څلورم رسمي سفر دی چې طالبان یې د سیمې هیوادونو ته کوي او د افغانستان د راتلونکي په تړاو ورسره خبرې کوي.
شاهین لیکلي، اشغال ختمیدونکی او سوله راتونکې ده او دا د ټول افغان ولس غوښتنه ده.
هغه زیاته کړې، د سولې د راتلو ضد پردي پال دې خوشې هلې ځلې نکوي او په وینا یې د شګو بندونه د ولسي غوښتنو مخه نشي نیولی.
پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړی چې خلیلزاد به پاکستان کې دافغان سولې پروسې په تړاو خبرې وکړي.
له دې سره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، امریکا او طالبان علاقمند دي چې د سولې خبرې بیرته پیل کړي او روسیه باید د منځګړي رول اداء کړي.
ضمیر کابلوف له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې امریکایي چارواکو خپلې ارزونې او نظریات له روسیې سره شریک کړي او په وینا یې مهمه دا ده چې امریکا او طالبان هوډ لري د سولې مذاکرات له سره پیل کړي.
کابلوف ویلي، په دې نه پوهېږي چې امریکا او طالبان به کله بیا خبرې پیلوي، خو زیاته کړې یې ده چې باید مسکو د امریکا او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
له دې وړاندې امریکا او طالبانو د سولې په تړاو لس پړاوه خبرې وکړې چې د ټرمپ په یوه ټویټ لغوه شوې او تر اوسه په ټپه ولاړې دي.