د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نن په رسمي توګه د شکايتونو د څېړلو لړۍ پیل کړه.
د ولسمشريزو ټاکنو په تړاو ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ۴۳۶۷ شکايتونه له بېلابېلو ولايتونو ثبت شوي دي.
کمشنران وايي، د دغو شکايتونو دڅېړلو لړۍ يې نن رسمآ پيل کړه او پنځلس ورځې به دوام وکړي.
شکاياتو کمېسيون وايي، د تېرې ورځې تر پنځه بجو پورې يې ولايتي او مرکزي دفترونه د شکاياتو د ثبتولو په موخه خلاص و، چې بېلابېل ټاکنيزو ټيمونو، احزابو او خلکو ورسره شکايتونه ثبت کړي دي.
دغه کمېسيون وايي، دوی سره ډېر شکايتونه له پلازمېنې کابل او خورا کم يې له سمنګانو ولايت څخه ورسېدلي او ثبت شوي دي، چې تر راتلونکو پنځلس ورځو به یې وڅېړي او پاېلې به یې خلکو او رسنیو سره شریکې کړي.