Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له بایومتریک پرته کارېدلې رای بې اعتباره دي

admin by admin
2019/09/30

له ۳۰۰ ولسوالیو څخه د ټاکنو حساس مواد مرکز ته انتقال شوی دي.

ټاکنو کمېسیون وایي، له بایو مټریک پرته هیڅ ډول رایه د اعتبار او حساب وړ نه ده.

د کمېسیون مسولینو همدا راز د نوماندانو له خولې د لوړو رایو اخیستو ادعا بې بنسټه ګڼي وايي، وروستي او کره ارقام د کمېسیون له رسمي ادرسه خپریږي.

د مالوماتو په اساس نن ورځ له څه باندې درې سوه ولسوالیو څخه حساس مواد مرکزونو ته رسېدلي دي.

ټاکنو کمېسیون د امنیتي مسولینو په همکارۍ لګیا دي چې له لېرې پرتو ولسوالیو حساس مواد ولایتي دفترو ته راغونډ کړي چې د وروستیو مالوماتو له مخې د څه باندې دری سوه ولسوالیو مواد یې ولایتي دفترونو ته راټول کړي دي.

د ټاکنو مسولین وايي، له بایو مټریک پرته هیڅ ډول رایه د باور وړ نه ده.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله داسې وویل (( له بایومتریک پرته به هم رای کارېدلي وي خو پرته له بایومتریک کاریدلې رای د منلو او حساب وړ نه دي.))

رسمي ادرسونه وايي، له ځینو ولسوالیو سره د اړیکې پرې کېدو له امله نشي ویلی چې څومره کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی، خو اټکل دا دی چې نږدې دوه نیم میلیونه وګړو په ټاکنو کې ګډون کړی.

د ځینو نوماندانو له خوا په ټاکنو کې د زیاتو رایو اخیستو او بریا اعلان په اوس کې د اندېښنې په توګه مطرح دي.

مسولین وايي، په ټولنیزو رسنیو کې او د نوماندانو له خولې دا وړ خبرې حقیقي او کره نه دي او د اعلان وروستۍ مرجع ټاکنو کمېسیون دی.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله وویل (( خلک او نوماندان دې، د کمسیون له پرېکړې وړاندې څرګندونې او پرېکړې نه کوي، د ټاکنو د پایلو وروستۍ مرجع ټاکنو کمیسیون دی.))

ټاکنو کمېسیون د دوشنبې په ورځ د رایو راټولولو لپاره په مرکزي دفتر کې ډېټا سنټر هم پرانېست او له دې وروسته به له ولایتونو را ټول شوي مواد په دې مرکز کې ثبت شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
اقتصاد

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو
روغتیا

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist