عبدالله عبدالله ځان د ټاکنو ګټونکی بولي او دویم ځل ټاکنو ته اړتیا نه ویني.
د ثبات او همپالنې ټیم مشر ادعا وکړه چې ټاکنې یې د رایو په اکثریت ګټلي او دویم پړاو ټاکنو ته ضرورت نه پيدا کیږي.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې خبري کنفرانس درلود، ټاکنې سرتاسري وبللې او د درغلیو په څېړلو یې ټینګار وکړ.
عبدالله وویل چې له بایو متریک پرته هیڅ رای ورته د منلو نه ده چې وشمېرل شي.
د ثبات او همپالنې ټيم مشر عبدالله عبدالله په یو خبري کنفرانس کې وویل چې تر ټولو نوماندانو لوړې رای یې اخیستي او ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي.
عبدالله دا څرګندونې د ټاکنو کمېسیون له غوښتنې خلاف وکړې چې ویلي وو، د بریالي او ناکام کس په تړاو پریکړه به د ولس رای کوي.
عبدالله وویل (( زموږ راټول شوي مالومات ښيي چې لوړې رای مو اخیستي او راتلونکو حکومت به موږ تشکیلوو.))
عبدالله ډاډه دی چې له ټول افغانستان راټول شوي مالومات یې دقیق دي او هغه شکایتونه چې د درغلیو په تړاو شوي باید جدي وڅېړل شي.
عبدالله دغه راز له بایو متریک پرته رای تقلبي وبللې او له کمېسیون یې وغوښتل چې له هوکړې سره سم مخکې لاړ شي.
عبدالله وویل (( لکه څنګه چې ټاکنو کمېسیون سره خبرې شوي، له بایومتریک پرته هیڅ رای د منلو نه ده، که په درغلۍ اچول شوې رای هم قرنطین شي، زموږ رایو باندې اغیز نه کوي، موږ بریالي یو.))
عبدالله وویل، د ۲۰۱۴م کال انتخابات يې هم ګټلي وو، خو د هېواد وضعیت ته په کتو يې له زغم کار واخیست او د ملي یووالي په نوم حکومت یې ومنه.
د دولت ساز ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح بیا په نورو ټاکنیزو ټیمونو غږ وکړ، چې د ټاکنو کمېسیون له پرېکړې مخکې دې د خلکو ذهنونه نه ګډوډوي.
صالح ویلي، د بریالېتوب او ناکمۍ پرېکړه به یوازې کمېسیونونه کوي، چې باید پرېکړې ته یې درناوی وشي.
امرالله صالح دغه راز ویلي، چې د بریالېتوب په صورت کې به یې هېڅ فشار اړ نه کړي، چې سیاسي معامله وکړي.
صالح په خبري غونډه کې دا هم وویل چې ټاکنې دویم ځل ته نه ځي او ټول ټاکنیز ټیمونه دې د کمیسیون پریکړې ته په تمه اوسي.